مشهور سخي ارسلا خان، د پُښتنو تاريخي شخصيت:
سخي ارسلا خان د صوابۍ د مشهور کلي زېدې ؤسېدونکے ډېر زيات سخي بنيادم اؤ د سوات د باچا سيد اکبرشاه (۱۷۹۳ء نه تر ۱۸۵۷ء) د فوج رسالدار ؤ.
فېرنګي سره د سوات د پُښتنو په هره نښته کښې سخي ارسلا خان نرتوب اؤ مړانه ښؤدلې وه، خو لږو پښتنو د زوراٰور فېرنګي لښکر نه اٰخر ماتې ؤخوړه. سخي ارسلا خان شهيد شو. فېرنګيانو ېئ د کور محاصره ؤکړه، کور ېئ ورله لوُټ کړو اؤ د کور خلق ېئ ورله ګرفتار، د انګرېز جرنېل رابرټ په ؤړاندې پېش کړل. دا ټپه هم له دغې واقعې څخه رازېګېدلې ده،
د ارسلا خان قجيري لُوڼه
اوس د فېرنګ په مخکښي ځي سرتور سرونه
No comments:
Post a Comment